IQNA

یوې ایرانی متخصصې په ملایشیا کې د اسلامی نړۍ د کانګرس  جایزه وګټله

7:39 - February 26, 2024
د خبر لمبر: 3488789
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بائو ټيکنالوجۍ یوې متخصصې ډاکټر مریم تاج آبادي ، په ملایشیا کې د اسلامی نړۍ د کانګرس د ۲۰۲۴ کال رانیا جایزه وګټله.

ایکنانیوز په کوالالامپور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت له قوله راپور راکړ، د ۲۰۲۴کال د رانیا جایزې د ډالۍ کونکي دستورې د تیرې جمعې په ورځې  په دغه ښار کې د ملایشیا د لومړي وزیر د میرمنې،د میرمنو کورنیو او د ټولنیزو چارو د وزیرې ، د ملایشیا  د ټوریزم  او کلتور د وزارت  دمرستیالانو، په ملایشیا کې ددیره ډيپلوماټانو او داسلامی هیوادونو  د یو شمیر میلمنو په شتون سره ترسره شوې.   په دغو دستورو کې د ملایشیا د لومړي وزیر دمیرمن  په لاس د رانیا جایزه د اسلامی نړۍ ۱۴ غوره میرمنو ته ډالۍ شوې .

د ملایشیا د لومړي وزیر  ماندنې میرمن وان عزیزه  په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې د جایزې ګټونکو ته  دمبارکۍ په وئيلو سره  د کورنۍ د بنیاد او اقتصاد په پیاوړي کولو کې د میرمنو پر اساسی رول ټينګار وکړ او په ملایشیا کې ئې د میرمنو دلازیات کارکسب  د رامینځةکولو لپاره د خپل هیواد دحکومت ځيني پروګرامونه هم  بیان کړل.

 هغې ووئيل، ددغه کانګرس ترسره کیدا د نړیوالو لپاره په اسلامی نړۍ کې د میرمنو د حقیقي وضعیّت په باب یو روښانه پیغام لیږي.

پر میرمن ډاکټر تاج آبادي سربیره ، د نیجریه ،سنګال، بحرین ،متحده عربی اماراتو، سنګاپور اوملایشیا  هیوادونو څخه  ۱۳میرمنو  دغه جایزې ترلاسه کړې. دغه ټوله جایزه ګټونکي میرمنې  پخپلو هیوادونو کې د بریالیو اقتصادي فعالانو او د کار کسب رامینځةکونکو برخه دي .

دغه کانګرس په کال کې یو ځل ترسره کیږي ، له د ې مخکې کانګرس هم په ۲۰۱۹کال کې ترسره شوی ؤ.

 د پوهنتون استاذه میرمن ډاکټر مریم تاج آبادي ،د ؛تک ژن ؛ شرکت مدیره  او د تهران د تجارتي  کوټې د سلامتیا  اقتصاد دکمیشن مرستیاله ده .

https://iqna.ir/fa/news/4201726

captcha